ډېر لوستل شوي

کابل نړیوال هوايي ډګر کې د کارګو الوتنو د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار شوی

د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د کارګو الوتنو د ملاتړ او پراختیا په موخه جوړه شوې غونډه کې د هوايي ډګرونو په کچه د کارګو خدمتونو د لا اسانه کولو او د شته ستونزو د حل پر لارو چارو ټينګار شوی دی.

د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د عملیاتي او تخنیکي چارو مشاور غلام جیلاني وفا په حواله ویلي، افغانستان ته د نړیوالو کارګو لېږد به د حکومت او خصوصي پانګوالو په ګډې همکارۍ پيل شي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت مسوولین هڅه کوي چې د کارګو په برخه کې ټولې سته ستونزې حل او د فعالیتونو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د مسوولينو په باور، د کارګو د فعالیتونو پراختیا کولی شي د هېواد پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز ولري، سوداګري اسانه او له نړیوالو بازارونو سره د افغانستان اړیکې پیاوړې کړي.

اړوند خبرونه