ډېر لوستل شوي

ا.ا د مشرتابه فرمان؛ “لویو لارو کې د رامنځته کېدونکو ټرافیکي پېښو عاملین بايد ونيول شي”

د چارو ادارې عمومي ریاست وايي چې د اسلامي امارت مشرتابه د لویو لارو د ټرافیکي پېښو د عاملینو د نیولو، اړوندو محکمو ته د سپارلو او د پېښو د قربانیانو د وارثانو د حقوقو د تأمین په اړه حکم صادر کړی دی.
په دې فرمان کې د کورنیو چارو وزارت مکلف شوی چې په لویو لارو کې د رامنځته کېدونکو ټرافیکي پېښو عاملین ونیسي او اړوندو محکمو ته یې وسپاري.
همداراز د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته سپارښتنه شوې چې د عاملینو د پېژندنې، نیولو او اړوندو معلوماتو او اسنادو د برابرولو په برخه کې له کورنیو چارو وزارت سره بشپړه همکاري وکړي.
په حکم کې اړوندو محکمو ته هم لارښوونه شوې چې د مرکزي دارالافتاء د ۲۴۲مې ګڼې فتوا او شرعي اصولو له مخې د دغو قضیو اجراات ترسره کړي، د قربانیانو د صغیرانو او غایبو وارثانو حقوق له مسوول شخص یا اشخاصو څخه ترلاسه او حق‌خاوندانو ته یې وسپاري.
همداراز ټینګار شوی چې د ټرافیکي پېښو اړوند قضیو ته دې د نورو قضیو په پرتله لومړیتوب ورکړل شي او د هغوی د ژر ثبت، تحقیق، رسېدنې او فیصلې لپاره دې لازم اقدامات ترسره شي.

اړوند خبرونه