ډېر لوستل شوي

د خوست والي د ا.ا له مشرتابه سره کتلي

د خوست والي مولوي عبدالرحمن حقاني تېره ورځ د اسلامي امارت له مشرتابه سره کتلي دي.

د یاد ولایت د مقام ویاند مستغفر ګربز ویلي چې والي د خوست مېشتو ولسونو او مجاهدینو ستونزې، غوښتنې او اړتیاوې له مشرتابه سره شریکې کړې او د دغه ولایت د روانو چارو، پرمختګونو او مهمو موضوعاتو په اړه یې معلومات وړاندې کړي دي.

همداراز، په دې لیدنه کې د خوست د ولسونو او مجاهدینو د لا ښه خدمت، د هغوی د ستونزو د حل او د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه پر یو شمېر مهمو موضوعاتو هم خبرې شوې دې.

خوست د هېواد له مهمو ختیځو ولایتونو څخه دی چې د سیمه‌ییزې ادارې له لوري د ولسونو د ستونزو د حل او د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه بېلابېل اقدامات ترسره کېږي.

اړوند خبرونه