ډېر لوستل شوي

“پاکستان کې د افغان کډوالو د اموالو د لیلام مخنیوي لپاره هڅې روانې دي”

په پاکستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې د پنجاب ایالت په چکوال سیمه کې د یو شمېر افغان کډوالو د دوکانونو او اموالو د احتمالي لیلام موضوع یې له پاکستاني اړوندو ادارو سره شریکه کړې ده.

یاد سفارت ویلي، د سپټمبر پر ۴مه د سفارت یوه پلاوي چکوال ته سفر کړی او د افغان کډوالو له اموالو یې له نږدې لیدنه او ارزونه کړې ده.

پلاوي له سیمه‌ییزو چارواکو سره هم خبرې کړې، څو د دغې ستونزې لپاره قانوني او مناسبه حل‌لاره وموندل شي او د افغان هټۍ‌والو حقوق او شتمنۍ خوندي پاتې شي.

د سفارت په وینا، سیمه‌ییزو چارواکو د موضوع په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی او د افغان کډوالو د اموالو د خوندي کولو موضوع لا هم د سفارت له لوري په جدي توګه تعقیبېږي.

اړوند خبرونه