ډېر لوستل شوي

“د ولایتونو د تخنیکي امریتونو څارنې مدیرانو لپاره د روزنیز سیمینار جوړېدل”

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره وایي چې د یادې ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د مسلکي ظرفیت‌لوړونې، د څارنې بهیرونو د ښه‌والي او د ولایتونو تخنیکي امریتونو د عمومي څارنې مدیرانو او مسلکي غړو د کاري وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه پنځه ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړی دی.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې یاد ‎پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رییس، مولوي غلام حیدر شهامت او د یادې ادارې د مرستیالانو په حضور کې پرانیستل شوی دی.
ښاغلي شهامت ویلي: “اغېزمنه، مسوولانه او دقیقه څارنه کولای شي د ستونزو په تشخیص، د نیمګړتیاوو په له منځه وړلو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو د وضعیت په ښه‌والي کې اساسي رول ولري.”
د خبرپاڼې له مخې چې په دغه سیمینار کې له ۱۰۰ څخه زیات د ولایتونو د تخنیکي امریتونو عمومي څارنې مدیران او مسلکي غړي د مسلکي روزونکو له لوري د څارنې او ارزونې له اصولو او میتودونو سره اړوند بېلابېل موضوعات زده کوي.

اړوند خبرونه