ډېر لوستل شوي

د کتاب‌ کاروباریانو د هڅونې په لړ کې؛ د ا.ا ویاندویانو له اکسوس کتابپلورنځي کتنه کړې

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد، د هغه مرستیال ملا حمدالله فطرت او د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل نن له اکسوس کتابپلورنځي څخه کتنه کړې ده.
د لیدنې پر مهال د افغان حکومت یادو چارواکو د اکسوس کتابپلورنځي له بېلابېلو برخو، کتابونو او فعالیتونو څخه لیدنه وکړه او د کتاب، مطالعې او فرهنګ د ودې په برخه کې یې د دغه بنسټ هڅې وستایلې.
په همدې حال کې، د اکسوس کتابپلورنځي مسوولینو د فرهنګي ډالۍ په توګه ذبیح‌الله مجاهد ته د ‘ د ابن خلدون مقدمه ‘ او ‘ملتونه څنګه بریالي کېږي’ کتابونه ورکړل.
د یادونې وړ ده چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېواد کې د کتاب او کاغذ د صنعت د ودې او پیاوړتیا په موخه ددې صنعت پانګوالو او کاروباریانو ته د کابل ماشین خانه په واک کې ورکړې ده.

اړوند خبرونه