ډېر لوستل شوي

په هېواد کې د ماسټرۍ، دوکتورا او طبي تخصصونو نوي پروګرامونه زیات شوي

لوړو زده کړو وزارت ویلي چې د هېواد په یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ، دوکتورا او طبي تخصصونو نوي پروګرامونه رامنځته شوي دي.
د وزارت ویاند په خپل اېکس لیکلي، د کابل په طبي پوهنتون کې درې نوي طبي تخصصي او فوق‌تخصصي پروګرامونه جوړ شوي.
همدارنګه، د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې په ټولیز ډول د دوکتورا پنځه او د ماسټرۍ ۳۳ نوي پروګرامونه رامنځته شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې د هېواد په پوهنتونونو کې ۲۸ نوې پوهنځي او ۲۹ نوي ډیپارټمنټونه هم جوړ شوي دي.

اړوند خبرونه