د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې په آقینې بندر کې ۲۸ ټُن کمکیفیته غالۍ بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوې دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دې محمولې له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود، او د آقینې بندر د معیار او کیفیت امریت مسلکي کارکوونکو له لوري له تخنیکي څېړنو او اړینو ازموینو وروسته مسترد شوې ده.
د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د څارنې او کنټرول بهیر په دوامداره توګه پرمخ وړل کیږي او د هر ډول بېکیفیته توکو د واردېدو مخه به ونیول شي.
دې ادارې تر دې مخکې هم د هېواد په بندرونو کې بېلابېل کمکیفیته توکي له ارزونې وروسته بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځولي، او له سوداګرو یې غوښتي وو چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي.

