ډېر لوستل شوي

د روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت پلاوی هند ته تللی

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رییس، مولوي عبدالبصیر قانع په مشرۍ د خوړو او درملو معینیت پلاوي د لابراتواري تجهیزاتو د نصب، فعالولو او کارونې برخه کې د عملي زده‌کړو او روزنې ترلاسه‌کولو په موخه هند ته سفر کړی دی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې چې یاد پلاوي د خپل کاري سفر په لومړۍ ناسته کې د MDC شرکت له مسوولینو سره د لابراتواري تجهیزاتو د نصب او فعالولو بهیر او د لابراتوارونو د کارکوونکو عملي روزنې په اړه بحث او خبرې کړې دي.

سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې د MDC شرکت مسوولینو ژمنه کړې چې د تجهیزاتو د نصب او فعالولو له بهیر سره هم‌مهاله به د اړوندو کارکوونکو عملي روزنې ته دوام ورکړي.

عامې روغتیا وزارت لیکلي چې دغه پلاوی به په دې روزنې سره له یادو تجهیزاتو څخه په سمه او مسلکي توګه استفاده وکولای شي.

اړوند خبرونه