ډېر لوستل شوي

د ملي پراختیا شرکت د قوش‌تیپې کانال د لومړي پړاو په ګډون یو شمېر سترې پروژې بشپړې کړې

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، د ملي پراختیا شرکت په تېر يوه کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ګڼو لویو بنسټیزو پروژو د پلي‌کولو ترڅنګ، یو شمېر مهمې پروژې هم بشپړې کړې دي.

د اميد راډيو خبريال د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په اووم مطبوعاتي کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، په بشپړو شویو پروژو کې د بلخ د قوش‌تیپې کانال د لومړي پړاو ۱۰۸ کیلومتره کیندنه، په تورخم کې د راستنېدونکو لپاره اداري کمپلکس، د فراه د اوبو اړوونکي بند او د نویو کانالونو لومړی پړاو، د ډ‎ایکندي کرونا روغتون او د میدان وردګ عیدګاه جومات شامل دي.

د نوموړي په وینا، د ملي پراختیا شرکت په روانو پروژو کې د قوش‌تیپې کانال د دويم پړاو کیندنه او اړوندې ودانۍ، څېړنیز مرکز او کرنیز فارم، د پکتیکا پلتوني او د ارزګان شفلوغ بندونه، د هلمند نهر سراج کانال، د ننګرهار ۶۰۰ بستریز روغتون او سپین جومات، د غزني ۱۰۰ بستریز او د کونړ ۲۰۰ بستریز روغتونونه او د دارالامان د مالیې وزارت اداري کمپلکس شامل دي.

د اسلامي امارت وياند زیاته کړې، د دغو پروژو ترڅنګ ګڼې نورې استوګنیزې، روغتیايي او سوداګریزې پروژې هم د ملي پراختیا شرکت له لوري د پلي‌کېدو په حال کې دي.

د ملي پراختیا شرکت د معلوماتو له مخې، د یادو پروژو د پلي‌کېدو له لارې ۲۴۳۰ کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.

اړوند خبرونه