د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، د ټولګټو وزارت په تېر يوه کال کې د سړکونو، پلونو، رېلپټلیو او نورو بنسټيزو برخو کې له ۲۶۲ پلان شويو پروژو څخه ۹۱ پروژې بشپړې کړې او د ۱۷۱ نورو پروژو چارې لا هم روانې دي.
د اميد راډيو خبريال د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په اووم مطبوعاتي کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، په همدې موده کې په ټول هېواد کې ۳۹۳ کیلومتره سړکونه قیر شوي، د ۹۳۲ کیلومتره سړکونو د امکانسنجۍ مطالعات او د ۷۷۷ کیلومتره سړکونو ټوپوګرافي سروې هم بشپړه شوې ده.
د رېلپټلیو په برخه کې د تورغونډۍ–هرات ۱۱۳ کیلومتره رېلپټلۍ سروې او ډیزاین بشپړ، د هرات–کندهار ۷۶۳ کیلومتره رېلپټلۍ د امکانسنجۍ او ډیزاین چارې ترسره شوې او د کندهار–سپین بولدک ۹۶ کیلومتره رېلپټلۍ سروې او ډیزاین ۹۵ سلنه بشپړ شوي دي.
د وياند په وینا، په دې موده کې د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ بندرونو او خواف–هرات رېلپټلۍ له لارې څه باندې ۷ میلیونه او ۶۰۲ زره مټریک ټنه انتقالات شوي چې د تېر کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
همدارنګه، د کابل–کندهار او کندهار–هرات لویو لارو په اوږدو کې د ۱۴ محرابه جوماتونو د جوړولو چارې پیل شوې چې د څلورو جوماتونو کارونه بشپړ او د ۱۰ نورو چارې روانې دي.
نوموړي زیاته کړې، د دغو پراختیايي او رغنیزو پروژو په پليکېدو سره له ۱۳۰ زرو څخه زیاتو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

