ډېر لوستل شوي

د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه ۱۴۳ پروژې منظورې شوې

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په تېر يوه کال کې د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې د پراختیايي پروژو د پلي‌کولو په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي.

د اميد راډيو خبريال د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په اووم مطبوعاتي کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، په ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۴۳ پروژې منظورې شوې دي.

د اسلامي امارت وياند په وینا، له یادو پروژو څخه ۴۴ پروژې بشپړې شوې او د پاتې نورو پروژو د پلي‌کېدو چارې هم روانې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد په سرحدي سیمو کې د ټولنیزو او پراختیايي پروژو د پلي‌کولو ترڅنګ، د قومي او قبایلي چارو د تنظیم په برخه کې هم فعالیت کوي.

اړوند خبرونه