د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، د کور او ښار جوړولو وزارت په تېر يوه کال کې د ښاري پراختیا او استوګنیزو پروژو په برخه کې یو شمېر مهم فعالیتونه ترسره کړي دي.
د اميد راډيو خبريال د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په اووم مطبوعاتي کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد له قوله ويلي، په دې کال کې ۹۴ ښاري پلانونه ترتیب او منظور شوي چې د نوي کابل ښار ماسټرپلان او د لومړي فاز ودانيز پلان هم پکې شامل دي. همدارنګه، د خوست، لوګر، هرات او مزارشریف ماسټرپلانونه ترتیب او بیاکتل شوي او د څو لویو ښارونو ستراتیژیک پلانونه هم اصلاح شوي دي.
د نوموړي په وینا، د ۱۰ استوګنیزو پروژو د پليکېدو چارې پیل شوې او د نوي کابل ښار د لومړي فاز د پنځو بنسټیزو پارسلونو عملي چارې هم پيل شوې دي.
مولوي ذبيحالله مجاهد زیاته کړې، په ۳۱ ښارګوټو کې د سړکونو د مسیر ټاکلو، جوړولو، هوارولو او جغل اچونې چارې روانې دي. سربېره پر دې، د ۳۳ راستنېدونکو ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور شوي او په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۷ زره او ۸۹ استوګنیزې نمرې راستنېدونکو ته وېشل شوې دي.
وياند همداراز ويلي، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې له ۱۰۰ څخه زیاتې ودانيزې نقشې هم طرحه، ډیزاین او تأیید شوې چې جوماتونه، محاکم، پوهنتونونه، روغتونونه، ښوونځي، سوداګریز مرکزونه او استوګنیزې ودانۍ پکې شاملې دي.
د هغه په خبره، د ښارګوټو لپاره ۲۸ بنسټیزې زیربنايي شبکې هم طرحه شوې چې د اوبو رسونې، فاضلابو، کانالیزاسیون او نورو خدمتونو شبکې پکې شاملې دي.
د اسلامي امارت وياند څرګنده کړې چې د استوګنیزو پروژو د پليکېدو له لارې له ۸۸۰۰ څخه زیاتو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.

