د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په تېر يوه کال کې د کلیوالو سیمو د اوبو رسونې، ټرانسپورټ او بنسټیزو خدمتونو په برخو کې یو شمېر مهمې پروژې بشپړې کړې دي.
د اميد راډيو خبريال د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په اووم مطبوعاتي کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، په دې ترڅ کې ۲۹۰ د اوبو رسولو شبکې د څه باندې ۱.۲۱۶ میلیارد افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې چې له امله یې له ۵۹۰ زرو څخه زیاتو کلیوالو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
د نوموړي په وینا، د ياد وزارت په کاري پلان کې د ۷۳۵ نورو اوبو رسولو شبکو جوړول هم شامل شوي دي.
د اسلامي امارت وياند زیاته کړې، د شاوخوا ۲.۸۹۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۳۳۰ پراختیايي پروژې هم پلي شوې چې پکې ۸۳۶ کیلومتره کلیوالي سړکونه، ۱۰۶۴ متره پلونه او پلچکونه، ۲۳۹۰ متره د اوبولګولو کانالونه او ۴۸۵۱ متره استنادي دېوالونه شامل دي.
همدارنګه، ۲۹۸ بنسټیزې پروژې بشپړې او د ۳۲ نورو پروژو چارې روانې دي.
ياد وزارت همدارز په دې موده کې راستنېدونکو کورنیو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه په ۸ ولایتونو کې د شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۸ شبکې هم جوړې کړې چې ۴۶۰۰ راستنېدونکې کورنۍ ترې ګټه اخلي.
د مولوي ذبيحالله مجاهد په خبره، په ۶ ولایتونو کې د څه باندې ۲۶۲ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۸ نورو اوبو رسولو شبکو چارې هم روانې دي چې له بشپړېدو سره به ۲۳ زره او ۶۷۵ راستنېدونکو ته د پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابره شي.

