د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، کابل ښاروالۍ په تېر يوه کال کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۱۲۱ کیلومتره اصلي او فرعي سړکونه قیر، کانکریټ، سنګفرش، پراخ او نوي جوړ کړي دي.
د اميد راډيو خبريال د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په اووم مطبوعاتي کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، په همدې موده کې ۹۴ زره او ۵۵۰ متره مربع سړکونه هم ترمیم شوي او د ۷۴۷۲ مترو کانالونو د جوړولو او ترمیم له پلان څخه په دویمه، څلورمه، نهمه او دولسمه ناحیو کې د کانالونو چارې بشپړې شوې دي.
د اسلامي امارت وياند په وینا، د پلخشتي په سیمه کې د ۳۶۰ هټۍ لرونکی ځمکلاندې مارکېټ هم بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی او په بېلابېلو ناحیو کې ۶ پارکونه جوړ او بیا رغول شوي دي.
همدارنګه، د برهکي په سیمه کې د موټرو «ځمکتل، د سالنګ واټ او منار نجات» په سیمو کې د هوايي پلونو د جوړولو چارې روانې دي.

