ډېر لوستل شوي

د اسلامي امارت سفارت له پاکستانه د روغتیا برخې افغان محصلینو د ایستل‌کېدو په تړاو اندېښنه ښودلې

په اسلام‌اباد کې د اسلامي امارت سفارت وایي چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PM&DC) له لوري د روغتیا برخې افغان محصلینو د ایستل‌کېدو په تړاو اندېښنه څرګندوي.

د سفارت د اعلامیې له مخې چې دا اقدام د هغو افغان محصلینو پر تحصیلي بهیر او راتلونکي اغېز کوي چې په قانوني ډول یې خپلې زده‌کړې پیل کړې او د کلونو هڅو، وخت او مالي او معنوي لګښتونو وروسته د خپلو تحصیلي دورو د بشپړولو په حال کې دي.

په اسلام‌‌اباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان له تعلیمي ادارو او همدارنګه له نړیوالو اړوندو طبي، تعلیمي، بشري او مسلکي ادارو غوښتي چې د افغان محصلینو د تحصیلي حقونو د خوندیتوب په برخه کې لازمه پاملرنه وکړي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د علم، زده‌کړو او بشري اړیکو په څېر مهمې برخې باید له سیاسي اختلافاتو څخه لرې وساتل شي.

اړوند خبرونه