ډېر لوستل شوي

“د پاکستان له پوهنتونونو د افغان زده‌کړيالانو ایستل د اسلام‌اباد «غچ اخیستونکی» اقدام دی”

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د پاکستان پوهنتونونو له طب پوهنځي د افغان زده‌کړيالانو د ایستلو په تړاو د دغه هېواد پر کړنې نیوکه کړې ده.

ځدراڼ پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، سره له دې چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه روانه ده، ایراني زده‌کړيالان له امریکايي پوهنتونونو نه دي ایستل شوي، خو پاکستان افغان زده‌کړيالان د زده‌کړو په وروستي کال کې له خپلو پوهنتونونو ایستلي دي.

نوموړي د پاکستان دا اقدام «غچ اخیستونکی او بې‌رحمانه» بللی او ویلي یې دي چې دا ډول چلند د ځواک نښه نه، بلکې د کوچني‌والي او دښمنۍ څرګندونه ده.

اړوند خبرونه