ډېر لوستل شوي

غزني کې د ناچاوده توکو د له منځه وړلو لپاره د چاودنې خبرتیا ورکړل شوې

د غزني د امنیه قوماندانۍ د رسنيو دفتر خبر ورکړی چې شاوخوا نیم ساعت وروسته به د يو مسلکي ټيم له لوري د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د څاکر کلي ته څېرمه ناچاوده توکي له منځه یووړل شي.

امنیه قوماندانۍ له هېوادوالو غوښتي چې د یادې سیمې د اوسېدونکو د اندېښنې د مخنیوي لپاره دې د چاودنې له غږ څخه اندېښنه نه‌کوي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د تېرو جګړو او ناامنيو له امله په بېلابېلو سيمو کې پاتې شوني ناچاوده توکي له هم شته او اړوند ارګانونه هڅه کوي، څو دا توکي په خوندي توګه له منځه يوسي.

اړوند خبرونه