ډېر لوستل شوي

هلمند کې څه باندې ۱۱ ټن قاچاقي درمل او خوراکي توکي له منځه وړل شوي

روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د هلمند ولایت په ریګ سیمه کې ۱۱ ټن قاچاقي درمل او ۳۵۰ کیلوګرامه خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي.

د  دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې یاد توکي د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري په تېرو  دریو اوونیو کې راټول شوي دي.

د سرچینې په وینا چې یاد درمل او خوراکي توکي د اړوندو ادارو د استازو په شتون او د هلمند ښاري محکمې د حکم پر بنسټ له منځه وړل شوي دي.

په هلمند کې تر دې مخکې هم لسګونه ټن بېلابېل توکي او درمل راټول او له منځه وړل شوي وو.

اړوند خبرونه