د کابل ښاروالۍ وایي چې د احتکار د مخنیوي او د بیو د کنټرول کمېسیون په کابل ښار کې د سونتوکو نوې بیې ټاکلې دي.
د نوې نرخپاڼې له مخې، د یوه لېټر پټرولو بیه ۸۶ افغانۍ، د یوه لېټر ډېزلو بیه ۷۸ افغانۍ او د یوه کیلو اوبلن ګاز بیه ۶۴ افغانۍ ټاکل شوې ده.
دا په داسې مهال ده چې په دې وروستيو کې د مرکز کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولايتونو کې د يادو توکو بيې لوړې شوې وې او هېوادوالو له لوړو بيو شکايتونه درلودل.

