د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د متحده عربي اماراتو یوه شرکت په افغانستان کې د سالنګ دویم تونل او د درملو د تولیدي کارخونې جوړولو په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
ياد معاونيت وايي چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې غونډه کې د « HHM Global Industry Group » شرکت د پانګونې موضوع څېړل شوې ده.
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې د یاد شرکت له پانګونې هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې اړوند وزارتونه او ادارې به په دې برخه کې له شرکت سره لازمې همکارۍ وکړي.
همداراز، له اماراتي شرکت څخه غوښتل شوي چې د سالنګ دویم تونل، درملو تولیدي کارخونې او نورو برخو کې د پانګونې تفصیلي طرحې چمتو او د ارزونې لپاره یې کمېټې ته وړاندې کړي دي.

