ډېر لوستل شوي

بنګله‌دېشي پلاوي له «مولوي امیرخان متقي» سره د سیاسي او اقتصادي تعامل په اړه خبرې کړې

د بنگله‌دیش د علماوو، سوداگرو او صنعتکارانو راغلي پلاوي د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، مولوي اميرخان متقي سره کتلي دي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې کتنې پرمهال ښاغلي متقي په هېواد كې د رامنځته‌شویو پانگه‌ییزو او سوداگريزو فرصتونو په اړه ډاډ څرگند کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان ـ بنګله‌دېش د سیاسي، اقتصادي او فرهنگي تعامل پیاوړتیا اړینه بللې ده.

بلخوا بنگله‌دېشي پلاوي ویلي چې د دواړو هېوادونو اړیکې د ولسونو او حکومتونو د رغنده تعامل په پایله کې لا پراخېدلای شي.

د یادولو ده چې له بنګله‌دېش څخه دغه راغلي پلاوي تر دې مخکې د اقتصاد له وزیر، قاري دین محمد حنیف سره هم کتلي وو.

اړوند خبرونه