د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له پاکستانه د افغان زدهکړیالانو د ایستلو پرېکړه «ټکان ورکوونکې» بللې او له اسلاماباد څخه یې غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
دراني ویلي، هغه افغان زدهکړیالان چې له سختو شرایطو سره سره یې خپلې زدهکړې روانې ساتلې، له پوهنتون څخه ایستل یې ښايي د هغوی تعلیمي هیلې او راتلونکی له خطر سره مخ کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې په ځانګړې توګه هغو افغان محصلانو ته باید اجازه ورکړل او خپلې زدهکړې بشپړې کړي چې د پاکستان د حکومت له بورسونو څخه برخمن دي.
دراني په داسې حال کې د پاکستان د دې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه کوي چې د افغان محصلانو د راتلونکي په اړه د اسلاماباد وروستي اقدامات د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په یوه حساس پړاو کې ترسره کېږي.

