ډېر لوستل شوي

د ا.ا وياند: تېر يوه کال کې ۶۰ روغتیايي پروژې بشپړې شوې

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، د عامې روغتیا وزارت په تېر يوه کال کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، کیفیت لوړولو او روغتیايي زیربناوو د پیاوړتیا په برخه کې پراخ اقدامات کړي دي.

د اميد راډيو خبريال د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» اتم مطبوعاتي کنفرانس پرمهال د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، په دې موده کې د هېواد په کچه ۶۰ روغتیايي ودانیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې چې ۲۴ د ولسوالۍ روغتونونه، ۲۵ روغتیايي مرکزونه، د بېړنیو خدمتونو یوه څانګه، د زړه جراحۍ یوه څانګه، څلور د جدي پام‌لرنې، څلور د هیموډیالیز او د ماشومانو د درملنې یوه ځانګړې څانګه پکې شاملې دي.

همداراز، د ۱۰۳ نورو روغتیايي مرکزونو او روغتونونو د جوړولو او بیارغونې چارې روانې دي او د ۴۵ ولسوالیو روغتونونو د جوړولو تدارکاتي چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي.

د وياند په وينا، په کابل کې د ۲۰۰ بستریز سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې روغتون فعالیت پیل کړی او په بلخ، هرات، ننګرهار او کندهار حوزوي روغتونونو کې د سرطان اړوند څانګې هم فعالې شوې دي.

د شمېرو له مخې، په ياد کال کې هېوادوالو ته ۹۲.۷ میلیونه سرپايي او له ۲.۱ میلیونو ډېر بستري خدمتونه وړاندې شوي، نږدې ۱.۳ میلیونه زېږونونه ترسره شوي او شاوخوا ۲۹۰ زره امبولانس خدمتونه وړاندې شوي دي. په همدې موده کې ۲۲۸ زره لوی او ۳۸۴ زره کوچني عملیات هم ترسره شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې په دغه کال کې له ۹۹ زرو ډېرو سرطاني ناروغانو، له ۵۰ زرو ډېرو د نري رنځ ناروغانو او له ۱۰۰ زرو ډېرو د لشمانیا ناروغانو تشخیص او درملنه شوې ده. سربېره پر دې، له ۲.۱ میلیونو ډېرو ماشومانو ته روغتیايي او تغذیوي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د اسلامي امارت وياند په خبره، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره یې ۱۰۲۱۶ روغتیايي کارکوونکي او مسوولین روزلي او ۴۱۵۰ روغتیايي کارکوونکي یې د رواني روغتیا په بېلابېلو برخو کې روزلي دي.

د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت د کنټرول په برخه کې هم له ۱۰۹ زرو ډېرو نمونو ارزونه شوې او ۱۲۹۵ ټنه غیرقانوني، تاریخ تېري او غیرمعیاري درمل، روغتیايي محصولات او خوراکي مواد له منځه وړل شوي دي.

همداراز، د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره له کورنیو او بهرنیو موسسو او بنسټونو سره ۳۵۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

اړوند خبرونه