د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په غور ولایت کې د نشهيي توکو یوې کارخونې د کشف او له منځهوړل کېدو خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې دا کارخونه د غور ولایت اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري کشف او له منځه وړل شوې ده.
سرچینې لیکلي چې له دې کارخونې څخه ۳۲۲۰ کیلوګرامه اومان، ۴۲۵ کیلوګرامه سود، ۲۰ ليتره تيزاب او ۱۸ لیتره خمېره شوي کشمش ترلاسه شوي دي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو پنځو کلونو راهیسې د نشهيي توکو لسګونه کارخونې له منځه وړل شوې دي.

