ډېر لوستل شوي

بنګله‌دېشي پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د بنګله‌دېش د علماوو، سوداګرو او پانګوالو راغلي پلاوي د اسلامي امارت صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال، مولوي احمدالله زاهد سره کتلي دي.  

د صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې بنګله‌دېشي پانګه‌والو په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینې برابرېدو ته په اشارې سره لېوالتیا ښودلې چې د کرنې، ټوکر، کاشیو او همدارنګه د وارداتو او صادراتو په برخو کې د پانګونې اراده لري.  راغلي پلاوي همداراز د پانګونې اړوند د اسنادو طی مراحلو، د پیسو لېږد، بانکي چارو، خامو موادو، ماشین‌آلاتو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خپلې پوښتنې مطرح کړې، او د اسلامي امارت صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ته یې د بنګله‌دېش د سفر بلنه ورکړې ده.

اړوند خبرونه