په کابل کې د قزاقستان سفیر هرات ته د خپل سفر پر مهال د ياد ولایت له والي شیخ مولانا اسلامجار سره لیدلي او د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.
د ياد ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي، د قزاقستان سفیر هرات د افغانستان له اقتصادي مهمو ولایتونو بللی او د دې ولایت د پراخو ظرفیتونو د کارونې او له قزاقستان سره د سوداګرۍ د پراختیا پر هڅو یې ټینګار کړی دی.
بلخوا، د هرات والي د قزاقستان له همکاریو مننه کړې او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې د تورغونډۍ بندر پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
ښاغلي اسلامجار همداراز ویلي، هرات د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د پانګونې لپاره مناسب ولایت دی او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره لازمې زمینې برابرې شوې دي.

