د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ۹۲۸ ساده شویو اداري پروسو د پېژندنې کنفرانس پرمهال ویلي، د اسلامي امارت له لوري هڅه کېږي هغه اداري برخې په نښه او د حل لارې ورته ولټول شي چې د خلکو د چارو د ترسره کولو پر مهال پکې ستونزې وي.
د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د ښاغلي انور په حواله ويلي، د اداري پروسو په سادهکولو سره په بېلابېلو دولتي ادارو کې د خلکو لپاره اسانتیاوې رامنځته شوې او هڅه کېږي چې دولتي خدمتونه په چټکه او اسانه توګه وړاندې شي.
د شيخ نورالحق انور په وینا، په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د ګڼو دولتي ادارو اداري پروسې ساده شوې دي؛ هغه چارې چې مخکې یې بشپړېدل میاشتو ته اړتیا لرله، اوس یې د ترسره کېدو موده څو محدودو ورځو ته راکمه شوې ده.
د چارو ادارې عمومي رییس زیاته کړې، د یو شمېر نورو ادارو د اداري پروسو د ساده کولو لپاره هم نوي اقدامات روان دي او په دې برخه کې له تجربه لرونکو متخصصینو او وړ کدرونو څخه ګټه اخیستل کېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې د اداري پروسو سادهکول د خلکو د چارو د اسانتیا، د خدمتونو د چټکتیا او د اداري فساد د مخنیوي لپاره مهم ګام دی.

