د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ وايي، په تېرو دوو ورځو کې یې اته تنه د ۲۴۷ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د یادې قوماندانۍ په وینا، دا توکي په يو موټر کې په ډېر ماهرانه توګه ځای پر ځای شوي وو او غوښتل يې چې نامعلوم لوري ته يې ولېږدوي.
مسوولين وايي، دغه کسان د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د تالقانو ښار او د خواجهغار او رستاق ولسوالیو په اړوندو سیمو کې نیول شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان د تالقانو ښار، رستاق او خواجهغار ولسوالیو اوسېدونکي دي او قضیه یې اړوندو مسوولینو ته سپارل شوې ده.

