د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند وايي، له دې هېواده د زدهکړو پر مهال د افغان زدهکړيالانو ایستل د هغوی د راتلونکي په حق کې بېانصافي ده او باید د زدهکړو بهیر یې ونه درول شي.
ياد ګوند پر خپله ایکسپاڼه ویلي، افغان زدهکړيالانو ته باید اجازه ورکړل شي چې په پاکستان کې خپلې زدهکړې بشپړې کړي او د ویزې او نورو اړوندو اړتیاوو په برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې شي.
جمعیت علمای اسلام له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان زدهکړيالانو د بېرته ستنولو پر پرېکړه بیا کتنه وکړي او ټینګار یې کړی چې د زدهکړو له بشپړېدو وړاندې د هغوی ایستل د پاکستان له «دودیزې مېلمهپالنې» سره سمون نه لري.
دا په داسې مهال ده چې د پاکستان طبي شورا پرېکړه کړې د دې هېواد په پوهنتونو کې افغان زدهکړيالانو د زدهکړو اجازه ورنهکړل شي او بايد ويستل شي.

