د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د افغانستان، ایران او ملګرو ملتونو ترمنځ د افغان کډوالو د وضعیت په اړه درې اړخیزه ناسته ترسره شي.
د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مشر عرفات جمال سره په لیدنه کې د افغان کډوالو پر ستونزو، د هغوی د وضعیت پر ښهکېدو او له کوربه هېوادونو سره د څو اړخیزو ناستو په اړه خبرې کړې دي.
عرفات جمال ویلي، د روان کال په اکټوبر میاشت کې به په سویس کې د یوه نړیوال کنفرانس په څنډه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د هغوی د جبري ایستلو موضوع هم وڅېړل شي. نوموړي زیاته کړې چې ملګري ملتونه د افغان کډوالو د ملاتړ او د هغوی لپاره د اړتیا وړ مالي مرستو د جلبولو په موخه پر یو لړ پلانونو کار کوي.افغان اجازهٔ ادامهٔ تحصیل در پوهنتونهای این کشور داده نشود و باید از پاکستان اخراج شوند.

