ډېر لوستل شوي

تورخم کې له پاکستانه رالېږدول کېدونکې ۱۷ میله وسلې او نشه‌يي توکي نیول شوي

افغان امنیتي ځواکونو د تورخم په ګمرک کې له پاکستان څخه د کډې یو باروړونکي موټره د پلټنې پرمهال ګڼ شمېر وسلې، مرمۍ او نشه‌یي توکي نیولي دي.

د ګمرک د مسوولینو په وینا، له دغه موټر څخه ۱۷ میله توفنګچې، ۴۳ شاجورونه، ۱۶۷ د توفنګچو مرمۍ او پنځه کیلو او ۲۵۰ ګرامه «تابلیت‌کا» ګولۍ کشف او ضبط شوي دي.

مسوولین زیاتوي، چې د یادو توکو د لېږد په تور موټر چلوونکی هم نیول شوی او د نورو څېړنو او قانوني اجرااتو لپاره به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه