ډېر لوستل شوي

خلیل‌زاد: له افغانستان سره د امریکا نه تعامل به سیالانو ته تش ځای پرېږدي

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، واشنګټن نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د ګډوډۍ او بې‌نظمۍ پر لور ولاړ شي.

د نوموړي په باور، اقتصادي وده او په افغانستان کې د نورو هېوادونو د شرکتونو له‌خوا د سرچینو پراختیا د امریکا له ملي ګټو سره همغږې ده.

هغه زیاته کړې، که امریکا له افغانستان سره تعامل ونه‌کړي، نو د خپلو سیالانو لپاره به تش ځای پرېږدي، ځکه د ده په وینا، چین هڅه کوي د افغانستان پر طبیعي سرچینو نفوذ زیات کړي او روسیه هم په دې هېواد کې فعاله ده.

خلیل‌زاد ټینګار کړی چې د افغانستان سیاستونو ته د اوسنیو او راتلونکو شرایطو ته په کتو بايد انعکاس ورکړل شي او دا په پام کې ونیول شي چې واشنګټن په راتلونکې کې افغانستان په ستيج کې وویني.

اړوند خبرونه