ډېر لوستل شوي

درېیو میاشتو کې ۱۵۱ بهرنیو سیلانیانو له بدخشان څخه لیدنه کړې

د امارتي شرکتونو لوی ریاست خبر ورکړی چې د افغان‌تور امارتي شرکت له‌خوا د بهرنیو سیلانیانو لپاره د سیاحتي اسانتیاوو له برابرولو سره، د روان کال په دویمه ربع کې ۱۵۱ بهرنیو سیلانیانو له بدخشان ولایت څخه لیدنه کړې ده.

ياد رياست وايي چې دغو سیلانیانو د بدخشان له بېلابېلو سیاحتي سیمو، تاریخي او لرغونو اثارو او طبیعي ښکلاوو څخه لیدنه کړې او د دغه ولایت له تاریخي، فرهنګي او طبیعي جاذبو سره یې له نږدې بلدتیا ترلاسه کړې ده.

د افغان‌تور امارتي شرکت مسوولین وايي، هڅه کوي چې بهرنیو سیلانیانو ته د اړینو اسانتیاوو او معیاري خدمتونو په برابرولو سره په افغانستان کې د سیاحت د ودې زمینه لا پراخه کړي.

بدخشان د تاریخي او لرغونو اثارو ترڅنګ د طبیعي ښکلاوو او بېلابېلو سیاحتي سیمو له امله د افغانستان له مهمو سیاحتي ولایتونو څخه ګڼل کېږي.

اړوند خبرونه