ډېر لوستل شوي

د دفاع وزارت ۱۳ کسیز پلاوی چین ته ولاړ

د دفاع وزارت د سرمفتش مفتي لطف‌الله حکیمي په مشرۍ د دې وزارت ۱۳ کسیز لوړپوړی پلاوی د شانګشان نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه د چین پلازمېنې بیجینګ ته سفر کړی دی.

مفتي لطف‌الله حکیمي پر خپله اېکس پاڼه ویلي چې ياد پلاوی به په غونډه کې وینا او د بېلابېلو هېوادونو له لوړپوړو پلاوو سره به د ګډو موضوعاتو په اړه لیدنې او خبرې هم وکړي.

د شانګشان نړیواله غونډه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د دفاعي او امنیتي چارواکو د ګډون له مهمو نړیوالو ناستو څخه ده چې د امنیتي مسایلو او دفاعي همکاریو په اړه پکې خبرې کېږي.

اړوند خبرونه