ډېر لوستل شوي

د عامې روغتیا وزارت د زرګونو نویو دندو خبر ورکړی

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالولي صدیقي وايي چې د مسلکي کسانو د ګومارنې او د «کار اهل کار ته د سپارلو» په موخه، په مرکزي او ولایتي کچه زرګونه نوي بستونه اعلان شوي دي.

د اميد راډيو خبريال د يوه خبري کنفرانس پرمهال د ښاغلي صديقي په حواله ويلي، په نوي تشکیلاتو کې ۴۸۰۰ بستونه شامل دي چې له ډلې یې ۱۲۰۰ بستونه نوي رامنځته شوي دي.

د نوموړي په وينا، ۲۴۰ بستونه په مرکزي کچه، ۱۸۰۰ بستونه په بېلابېلو ولایتونو او ۱۸۰۰ نور بستونه د دارالشفا روغتون لپاره ځانګړي شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د دغو بستونو د ګومارنې بهیر به د ازادې سیالۍ له لارې په روڼ ډول ترسره شي او مسلکي کسان به پر دندو وګومارل شي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د مسلکي روغتیايي کارکوونکو ګومارل به د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په لوړولو او خلکو ته د لا غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي.

اړوند خبرونه