د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت لوړپوړي پلاوي د چین نړیوالې امنیتي غونډې ته ویلي چې افغانستان د اوږدو جګړو وروسته اوسمهال د سولې او ثبات په لور روان دی.
دغه پلاوي همداراز د افغانستان امنیتي وضعیت، امنیتي تګلارو او د سیمهییزو او نړیوالو امنیتي همکاریو په اړه د اسلامي امارت دریځ شریک کړی، او د «متقابل احترام» پر بنسټ یې د سیمهييزې او نړیوالې همکارۍ غوښتنه مطرح کړې ده.
افغان پلاوي همداراز ډاډ څرګند کړی چې له جګړو د راوتلي او ثبات په لور د روان افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد «ناامنهکولو» لپاره نه کارول کېږي.
د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت لوړپوړي پلاوي د چین په نړیواله امنیتي غونډه کې همداراز ټینګار کړی چې د ترهګرۍ، نشهیي توکو، قاچاق او سازمانیافته جرمونو پر وړاندې دې له چین او د سیمې نورو هېوادونو سره امنیتي همکارۍ پراخې شي.

