ډېر لوستل شوي

د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې ۱۵مه نوبتي دوره پيلېږي

د مالیې وزارت د تقاعد د حقوقو عمومي ریاست اعلان کړی چې د پنځو دولتي ادارو د متقاعدینو د تقاعدي معاشونو د ورکړې بهیر به د روانې مياشتې له ۲۴مې پیل شي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې پړاو کې د بهرنیو چارو وزارت، علومو اکاډمۍ، اطلاعاتو او کلتور وزارت، د عالي تفتیش ادارې او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې متقاعدین شامل دي.

د تقاعد عمومي ریاست د یادو ادارو له متقاعدینو غوښتي چې له مراجعه مخکې د نوبت ورکولو له ځانګړي سیستم څخه خپله د مراجعه نېټه او نوبت ترلاسه کړي او په ټاکلي وخت ریاست ته ورشي.

د دې ریاست په وینا، د نوبت ورکولو سیستم د تقاعدي معاشونو د ورکړې بهیر د اسانتیا، د متقاعدینو د چارو د تنظیم او د ګڼې‌ګوڼې د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.

اړوند خبرونه