د هرات په اختیارالدین کلا کې په وړیا توګه د هنر مینهوالو ته له پنځلسو څخه د زیاتو پخوانیو او دودیزو هنرونو او لاسي صنایعو د زدهکړې زمینه برابره شوې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبرپاڼې له مخې چې هنرمندان په دې دارالفنون کې د دودیزو هنرونو ترڅنګ، د ښکلو هنرونو په بېلابېلو برخو او عصري سبکونو کې فعالیت کوي.
سرچینې لیکلي چې په یاد مرکز کې تسبیحجوړونه، خراسي، ښیښهجوړونه، میناتوري، حکاکي، د لرګیو صنایع، نقاشي، مهرهدوزي او یو شمېر نور لاسي صنایع زده او تولید کېږي.
په خبرپاڼه کې د یو شمېر هنرمندانو له قوله راغلي چې په دغه مرکز کې تولید شوي هنري اثار د کورنیو بازارونو ترڅنګ د یو شمېر بهرنیو وګړو لخوا هم پېرودل کېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت همداراز ویلي چې دا مرکز په بېلابېلو هنري برخو کې فعالیت لري، او په وسیله یې د ځوانانو د هنري استعدادونو ودې او د پخوانیو لاسي صنایعو ساتنې لپاره زمینه برابرېږي.

