د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې د یاد وزارت یو لوړپوړي پلاوي د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په «سرخاب» سیمه کې د نړیوال هوايي ډګر لپاره ځانګړې شوې سیمه له نږدې کتلې ده.
د دغه وزارت ویاند، حکمت الله اصفي ویلي چې د دغه هوايي ډګر لپاره شاوخوا ۱۳ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې، او ټاکل شوې چې د احاطې او نورو لومړنیو چارو د جوړولو کارونه یې د شاوخوا ۳۰۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شي.
د سرچینې په وینا چې یاد پلاوي د دې سفر پرمهال د پروژې د اړوندو چارو پرمختګ ارزولی دی.
بلخوا د لوګر والي د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له یاد پلاوي سره د کتنې پرمهال د دغه نړیوال هوايي ډګر جوړېدل د لوګر ترڅنګ د کابل او ګاونډیو ولایتونو د اقتصادي ودې او ټرانسپورټي زیربناوو د پراختیا په برخه کې مهم بللي دي.

