د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېفاېاو) په افغانستان کې د کروندګرو او کرنیزو محصولاتو د سوداګرو د ملاتړ په موخه د ۵ میلیونه یورو په ارزښت نوې پروژه پیل کړې ده.
ياده پروژه د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ پلې کېږي او موخه یې بازارونو ته د کروندګرو د لاسرسي پراخول، د هغوی د عوایدو زیاتول او د کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا بلل شوې ده.
د «اېفاېاو» په وینا، د دې پروژې له لارې به په کلیوالو سیمو کې د کار او عاید زمینه هم پراخه شي او هڅه کېږي چې کروندګر خپل محصولات په لا ښه بازار کې وپلوري.
د ويلو ده چې کرنه د افغانستان د کلیوالو کورنیو د عاید له مهمو سرچینو څخه ده او بازارونو ته د محدود لاسرسي له امله کروندګر له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

