د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د پیرزاده کلي په یوه کور کې دوه کړۍ پخواني ماینونه کشف او د امنیتي ځواکونو له لوري ترلاسه شوي دي.
د غزني امنیه قوماندانۍ د رسنیز دفتر وايي، دغه ماینونه د درېیمې امنیتي حوزې د شرطې له لوري د یاد کور دننه کشف او وروسته د کور د مالک په خوښه امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي دي.
د ويلو ده چې امنيتي ځواکونو تر دې مخکې هم د کابل په ګډون بېلابېلو ولايتونو او لرې پرتو سيمو کې په کورونو کې په غيرقانوني توګه ساتلکېدونکي وسلې کشف او له قانوني لارې يې اړوند ارګانونو ته سپارلې دي.

