د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي چې له تېرو دریو کلونو راپدېخوا افغانستان ته د راغلو سیلانیانو شمېر شاوخوا ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
یاد شرکت لیکلي چې د افغان تور امارتي شرکت د بهرنیو سیلانیانو او ګرځندویانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
په دې اسانتیاوو کې د افغان تور امارتي شرکت له لوري د مسلکي لارښود (ګایډ) د وېش، د عصري استوګنځایونو او هوټلونو برابرولو او لېږد – رالېږد لپاره له ۵۰ عرادې نويو پېرودلشويو تېزرفتاره او نوي ماډل موټرونو څخه ګټهاخیستل ښودل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې ډاډمن امنیت، د اړوندو ادارو ترمنځ همغږۍ او د افغان تور امارتي شرکت له لوری د غوره چوپړتیاوو په وړاندېکولو سره هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو او ګرځندویانو د راتګ شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.

