ډېر لوستل شوي

بغلاني اوسېدونکو څخه د کورونو مخې ته د څراغونو او امنیتي کمرو د نصب غوښتنه شوې

د بغلان ولایت مقام د امنیت د لا ښه ټینګښت او د جنایي پېښو د مخنیوي په موخه، د دغه ولایت له هغو کورونو له مالکانو او اوسېدونکو چې برېښنا لري، غوښتنه کړې د خپلو کورونو په بهرنۍ برخه او دروازو کې مناسب څراغونه نصب او د شپې له مخې یې روښانه وساتي.

د بغلان ولایت مقام په خبرپاڼه کې له اوسېدونکو غوښتل شوي چې د امنیت د لا ښه تأمین او د جنایي پېښو د مخنیوي لپاره، په مناسبو ځایونو کې امنیتي کمرې هم نصب کړي.

د ولایت مقام په وینا، د کورونو بهر د مناسبې رڼا او امنیتي کمرو موجودیت کولی شي د امنیت په ټینګښت او د احتمالي جنایي پېښو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د بغلان ولایت مقام له رسنیو هم غوښتي چې دغه خبرپاڼه د عامه پوهاوي په موخه د خپلو رسنیزو لارو له لارې له خلکو سره شریکه کړي.

اړوند خبرونه