د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سیدطیب حماد امید راډیو ته ویلي، د جلالاباد ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند، د استخباراتو ریاست ته مخامخ د نجارانو د لرګیو په سرای کې اورلګېدنه رامنځته شوې وه.
دی زیاتوي، اورلګېدنه د اطفایې مدیریت له لوري مهار شوې خو لومړني معلومات ښيي چې د دې اورلګېدنې له امله ۱٫۳ میلیون افغانۍ زیان اوښتی.
هغه د اورلګېدنې د لامل په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې د اطفایې مدیریت په هڅو اور مهار او د نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت شتمني له سوځېدو ژغورل شوې ده.

