د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د تخار د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو ۵۴۳ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ضبط کړي دي.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرلو سره ويلي چې ۴۲۰ کیلوګرامه نشهيي توکي په یوه شخصي امبولانس کې او ۱۲۳ کیلوګرامه چرس په دوو موټرو کې نیول شوي دي.
د مسوولينو په وينا، د يادو توکو په تړاو ۹ کسان هم نیول شوي چې له دوسیو بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د کورنيو چارو وزارت اړوند امنيتي ځواکونو دا شمېر توکي او کسان د تخار ولایت په مرکز او رستاق ولسوالۍ کې نيول شوي دي.

