ډېر لوستل شوي

د کندهار والي: نړيوال بانک دې په کندهار کې مهمې پروژې پلي کړي

د کندهار والي ملا محمد شیرین د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له مشر فارس حداد زیروس او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له مسوول ریچارډ ترینچارډ سره کتلي دي.

د کندهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، په دې کتنه کې والي د دهلې بند لوړولو، میرویس حوزوي روغتون د ملاتړ، سړو خونو او چک‌ډېمونو جوړولو، د مېوو بازارموندنې او د نشه‌یي توکو د بدیل کښت په برخو کې د مهمو پروژو د پلي‌کېدو غوښتنه کړې ده.

د نړیوال بانک مسوولینو ویلي، له سیمه‌ییزو مسوولینو سره په ګډه د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره د ځانګړو پروژو پر پلي‌کېدو کار کوي.

کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مېوه‌جاتو د تولید له مهمو ولایتونو څخه دی، او د دهلې بند د اوبو لګولو او کرنیزو فعالیتونو لپاره مهمه سرچینه بلل کېږي.

اړوند خبرونه