ډېر لوستل شوي

سنټکام: د امریکا د سمندري کلابندۍ له امله ۱۰۵ سوداګریزو بېړیو مسیر بدل کړی

د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سنټکام» وایي، د امریکا له لوري د ایران سمندري کلابندۍ له امله د ۱۰۵ سوداګریزو بېړیو خپل مسیرونه بدل کړي دي.

سنټکام زیاتوي چې د ایران پر وړاندې سمندري کلابندۍ لا هم روانه ده او سوداګریزې بېړۍ د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره له خپلو اصلي مسیرونو اوښتې دي.

ایراني چارواکو بیا د امریکا دا اقدام د خپل ملي حاکمیت پر وړاندې د واشنګټن سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې له خپل حاکمیت او ګټو څخه به دفاع وکړي.

د هرمز تنګي په شاوخوا کې د بېړیو د تګ راتګ کمېدو د دې مهمې سمندري مسیر له لارې د انرژۍ د لېږد په اړه اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

اړوند خبرونه