عامې روغتیا وزارت په کابل کې له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله د پاکوونکو موادو یوې تولیدې فابریکې او د درملو یو شمېر عمده پلورنځیو د تړلکېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا ځایونه د خوړو او درملو معینیت د څارنې ټیمونو له لوري د درملو له تاسیساتو څخه د څارنې پرمهال تړل شوي دي.
روغتیا وزارت لیکلي چې د دې څارنې پرمهال هغه درمل هم راټول او ضبط شوي چې قانوني اسناد یې نه درلودل.
د عامې روغتیا وزارت د څارنې مسوولینو ټینګار کړی چې د قانوني اسنادو نه لرونکو درملو د عرضې او وېش مخنیوي، د درملو د کيفيت تأمین او د عامه روغتیا ساتنې په موخه به د درملو تاسیساتو څخه څارنه دوام ولري.

