د بشري حقونو د سازمان «حالوش» راپور ورکړی چې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت د ايرانشهرـ جکيګور پر لويه لار ترافیکې پېښه رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، دا پېښه د افغان کډوالو موټر له يو تېل لېدوونکي ټانکر سره د ټکر له امله رامنځته شوې چې له امله يې اووه افغان کډوالو خپل ژوند بايللی او نهه نور ټپيان شوي دی.
تر اوسه د پېښې د رامنځته کېدو کره لامل نه دی څرګند شوی او د مړو شویو او ټپیانو د هویت په اړه هم بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.
د پېښې له امله د اووه افغان کډوالو مړهکېدل او د نهو نورو ټپي کېدل د افغان کډوالو د سفرونو پر مهال د دوی د خوندیتوب په اړه تازه اندېښنې هم راولاړوي.

